د کرنې وزارت او یوشمېر امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۴:۵۱
د کرنې وزارت او یوشمېر امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او دغه راز د اسټنډرډ ملي ادارې «انسا» ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول.
د چارواکو په خبره د کابل ولايت ده سبز ولسوالۍ کې (۱۵.۱۱) جريبه او نميروز ولايت کې (۲۲۱۴) جريبه امارتي ځمکه باندې د تيرپارکونو، الکترونيکي دروازو، مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرو د ترمينلونو د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی ریاست او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تر منځ د ۲۲۲۹.۱۱ جريبه امارتي ځمکې د لېږد ټړون لاسلیک شو، چې له مخې یې یاده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته لېږدول کېږي.
بلخوا د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ په ۱۷ ولايتونو کې د ۲۶ صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د ځمکې د لېږد ټړون لاسلیک شوی، چې ددې تړون پر اساس په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶ صنعتي پارکونو جوړولو په پار ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لېږدول کېږي.
دغه راز د یوې جلا ناستې په ترڅ کې د ۵ جريبه امارتي ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست او د استندرد ملي ادارې «انسا» ترمنځ لاسلیک شو.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د ننګرهار ولايت مهمند درې ولسوالی کې په ۵ جريبه ځمکه باندې د استندرد ملي ادارې او د خوړو ملي ادارې لپاره د لابراتوار او کمپلکس د جوړولو په موخه ترسره شوې ده.
دغه تړونونه د اراضي لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند د پروژو د پلانګذارۍ د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صتعتي پارکونو عمومي رییس قاري عبدالمجید قیام او د دغه وزارت د ځمکو د وېش رییس قاري هارون ابوبکر او دغه راز د استندرد ملي ادارې «انسا» د مالي او اداري څانګې رییس محمد عبدالله السیف ترمنځ لاسلیک شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت