د ننګرهار والي د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي ته د اصولي اجراتو سپارښتنه وکړه
۱۱ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د دې ولايت د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي سره په ليدنه کې د غصب او املاکي قضيو اړوند معلومات واورېدل او مسئولینو ته يې د اصولو له مخې د اجراتولارښوونې وکړې.
نوموړي دغه راز د ولس قربانيو او بېوزلۍ ته په کتنې په يو شمېر املاکي مسايلو کې د دقت، نرمښت او اعتدال سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د تخنیکي پلاوي کاري راپور، تثبيت او له غصب څخه د راګرځول شويو ځمکو په اړه معلومات ورکړل، او په دې برخه کې شته ستونزې وړانديزونه،راتلونکي پلانونه او غوښتنې شریکې کړې.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د ننګرهار د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د غصب مخنيوی او د مخکنيو غصب شويو ځمکو خلاصون د ټول ملت په ګټه وباله او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان او د عدليې وزارت د هداياتو مطابق اُصولي اجرات تر سره کړي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند دغه راز د ولسي ښېګڼو، د دوی ستونزو حل او کاري بوختياو برقرار ساتلو په موخه هم يادو مسئولینو ته په خپله برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.