ننګرهار کې د شنې قطعې د ستونزو حل او چارتراشو انتقال په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۵:۵۴
ننګرهار کې د شنې قطعې د ستونزو حل او چارتراشو انتقال په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

۱۰ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت داوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن او ننګرهار کې د شنې قطعې مسوول قاري سیار د شنې قطعې د ستونزو حل او د ځنګلونو د پریکولو مخنیوي په موخه د همغږۍ او ستونزو حل په پار ناسته ترسره کړه.
ددې غونډې په ترڅ کې، د ننګرهار د شنې قطعې مسؤل قاري سیار او د شنې قطعې عمومي مرستیال ملا عبد الله په ننګرهار کې خپلې ستونزې، لاسته راوړنې، راتلوونکي پلانونه او نورو اړونده برخو کې معلومات وړاندې کړل.
 نوموړي دځنګلونو پریکولو مخنیوي په برخه کې د کرنې وزارت مرستیال ته ډاډ ورکړ او دهغو لرګیو او چارتراشو په باره کې چې په مختلفو ولسوالیو کې نیول شوي د خرابیدو او ضایع کېدو په تړاو معلومات ورکړل.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د شنې قطعې د ستونزو حل په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
 ښاغلي فیضان په یو شمېر سیمو کې د نیول شویو لرګیو او چارتراشو څخه هم لیدنه وکړه؛ او مسؤلینو ته یي سپارښتنه وکړه، چې د ولسوالیو څخه چارتراش یو ځای ته راټول کړي؛ترڅو د خرابیدو او ضایع کیدو مخه یې ونیول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت