د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار ولایت د کرنې له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۸
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار ولایت د کرنې له کارکوونکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره کار وکړي. 
د غونډې په پیل کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېر زیانونه لیدلي او ستونزې یې ګاللي دي او موږ باید د دغو ټپونو د درملنې لپاره کار وکړو.
ښاغلي فیضان زیاته کړه:«موږ ننګرهار ته د دې لپاره راغلي یو، چې د کرنې او مالدارۍ وضعیت او ستونزې له نږدې وګورو، تاسو هم کولی شئ خپلې ستونزې او اړتیاوې موږ ته ووایئ او موږ ته یې ولیکئ، د امارت مشرتابه ټولو برخو ته پاملرنه کوي، خو فعالیتونه د اړتیاوو او لومړیتوب پر بنسټ پلي کېږي، د خلکو تمه ډېره ده، موږ ته هره ورځ د خلکو له خوا ډېر وړاندیزونه او غوښتنې راخي، تاسو هم باید د خلکو د ستونزو پېژندلو په برخه کې کار وکړئ او ورته پاملرنه وکړئ، زموږ د سفر یوه موخه مسلکي کول دی، مسلکي کسان باید په هغو بستونو کې وګمارل شي، چې په کار پوه وي.»
ورپسې د ننګرهار د کرنې رییس محمد ولي محسن خبرې وکړې او ویې ویل:«موږ د عالیقدر امیرالمؤمنین فرمانونه عملي کړل، کارکوونکي مو خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل، ولسوالیو ته مو سفرونه وکړل، د ځنګلونو د پرې کولو مخه مو ونیوله، موږ د فساد مخه نیولې، د عوایدو په زیاتولو مو کار کړئ او اړتیا ده، چې د امارت رهبري د سبو او غلو دانو د تخمونو په برابرولو، د کور باغچو جوړولو، د مصنوعي ځنګلونو په جوړولو، څېړنو، کرنیز کمپلکس، حیواني روغتیا او د ناروغیو په تشخیص کې له موږ سره زیاته مرسته وکړي.»
ورپسې د اوبولګولو د نوې تکنالوژۍ د ترویج رییس مولوي معاذ الله عادل کار ته د خلکو د اړتیا، د عدالت په پام کې نیولو او مسلکي او اهلو کسانو ته د کار پرسپارلو خبرې وکړې.
ترغونډې وروسته د کرنې وزارت د متخصصینو یوه پلاوي چې د اوبولګولو د مرستیال ملتیا یې کوله، د ستونزو د پېژندلو او د کارونو د پرمختګ په موخه یې خپلې ارزونې پیل کړې.

نشست معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با کارمندان زراعت ولایت ننگرهار 
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار  با کارمندان اداره زراعت دیدار و از آنها خواست که جهت رشد زراعت و مالداری در کشور تلاش نمایند.
در آغاز مجلس معین آبیاری و منابع طبیعی به ایراد سخن پرداخته گفت که افغانستان در ۴۰ سال گذشته آسیب های زیادی دیده و باید برای درمان این زخم ها کار کنیم.
آقای فیضان افزود« به ننگرهار آمده ایم تا از نزدیک وضعیت زراعت، فعالیت ها و مشکلات زراعت و مالداری را ببینیم، شما هم می‌توانید مشکلات و نیاز مندی های خود را برای ما بگویید و بنویسید، رهبری امارت در تمام بخش ها توجه دارد، منتها فعالیت ها بر اساس اولویت نیازمندی و امکانات تطبیق می‌گردد، مردم توقع بیشتر دارد، روزانه پیشنهادات و درخواستی های زیادی از مردم برای ما می آید، شما هم در تشخیص مشکلات مردم کار کنید و توجه داشته باشید، یکی از اهداف سفر ما مسلکی سازی است، افراد تحصیل یافته باید در بست های تعین شود تا کار را بلد باشد».
بعدا محمد ولی محسن رییس زراعت ننگرهار به ایراد سخن پرداخت و اظهار داشت«فرمان‌های عالیقدر امیرالمومنین را تطبیق کردیم، کارمندان را به مسوولیت‌های شان متوجه ساختیم به ولسوالی‌ها سفر کردیم، از جنگلات قطع جلوگیری کردیم فساد جلوگیری کردیم، روی افزایش عواید کار کردیم و  نیاز است که رهبری امارت در تهیه تخم سبزیجات و غله جات، ایجاد باغچه های خانگی، ایجاد جنگل‌های مصنوعی، تحقیقات، کمپلکس زراعتی، صحت حیوانی و تشخیص امراض ما را حمایت بیشتر نماید»
سپس مولوی معاذ الله عادل رییس  ترویج تکنولوژی‌های جدید آبیاری در مورد نیازمندی مردم به کار، در نظر گیری عدالت و سپرده کار به اهل کار سخن زد.
پس از آن هیئتی از متخصصان وزارت زراعت که معین آبیاری را همرایی می‌کردند ارزیابی شان را جهت تشخیص مشکلات و پیشرفت کارها آغاز نمودند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیاولایت چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل 

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات لوی رییس الحاج مولوی ندا محمد عابد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر الحاج مولوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د لغمان دکرنې رییس د خوړو او کرنې ادارې او اسلامي پراختیایي بانک له چارواکو سره د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» او د اسلامي پراختیایي. . .

بازگشت