د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د لغمان له مرستیال والي سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۰:۱۵
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د لغمان له مرستیال والي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان له مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي فیضان د ځنګلونو د ساتنې، د کرنیزو پروژو د پرمختګ او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د ځنګلونو ساتنه یو له سترو او اساسي مسوولیتونو څخه دی او زیاته یې کړه:« امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده او ریاست الوزراء د ځنګلونو پر ساتنه، خوندیتوب او پراختیا ټینګار کوي، څو دغه ملي شتمني په سمه توګه خوندي او اداره شي. موږ د ځنګلونو ساتنې ته ژمن یو او ولایتي اداره هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي.»
مولوي فيضان د کرنې په رياست کې د غير مسلکي کسانو د ګمارلو د مخنيوي غوښتنه هم وکړه او ويې ويل، چې د دا ډول کسانو ګمارنه ستونزې جوړوي او د کار د پرمختګ مخه نيسي.
په همدې حال کې د لغمان مرستیال والي د پروژو په تطبیق او د ځنګلونو په ساتنه کې د امارت د ژمنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د امارت په راتګ سره د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
په دې کتنه کې د اوبولګولو د نوې تکنالوژۍ د ترویج رییس مولوي معاذ الله عادل او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار حکیم هم حضور درلود.

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با معاون والی لغمان دیدار کرد
۸ اسد ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سفر به ولایت‌های شرقی با مولوی اخترمحمد مزمل، معاون والی لغمان، دیدار کرد.
در این دیدار، مولوی فیضان درباره حفاظت از جنگلات، پیشرفت پروژه‌های زراعتی و برنامه‌های آینده صحبت کرد. وی تاکید کرد که حفاظت از جنگلات یکی از مسئولیت‌های بزرگ و اساسی است و افزود: "تاکید امیرالمومنین شیخ هبةالله آخندزاده و ریاست الوزرا بر حفاظت از جنگلات است تا این سرمایه ملی به درستی حفاظت و مدیریت شود. ما متعهد به حفاظت از جنگلات هستیم و رهبری ولایت نیز در این عرصه باید همکاری کند."
مولوی فیضان همچنین خواستار جلوگیری از استخدام افراد غیرمسلکی در اداره زراعت شد و گفت که استخدام چنین افرادی مشکلاتی ایجاد می‌کند و مانع پیشرفت کارها می‌شود.
در ادامه، معاون والی لغمان از تعهد امارت در تطبیق پروژه‌ها و حفاظت از جنگلات سخن گفت و افزود که با آمدن امارت، از قطع جنگلات و قاچاق چوب جلوگیری شده است.
در این دیدار، مولوی معاذالله عادل، رئیس ترویج تکنالوژی‌های نوین آبیاری، و مولوی عبدالستار حکیم، رئیس زراعت لغمان نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت