د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د ګټورو پروژو دپلي کولو او همغږۍ په موخه وکتل.
د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح وویل دوی پلان لري، چې په هر سکتور کې موسسات وهڅوي ترڅو بنیادي او بنسټیزي پروژي پلي کړي.
ښاغلي فاتح زیاته کړه د کرنې او مالدارۍ سکتور چې یو مهم سکتور دي د کرنې اداري سره په همغږۍ ددې سکتور د پروژو دښه تطبیق او د بزګرانو او مالدارانو اړتیا په پام کې نیولو سره به پروژي ډیزاین کړي.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن د اقتصاد رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ پروژو د ډیزاین په تخنیکي برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن وویل هڅه کوي د کرنې په سکتور کې بنیادي اصلاحات راولي؛ ترڅو کورنۍپرځان بسیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت