د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دجلریز ولسوالی د ۱۰۰۰ کروندګرو د سروې چارې پیل شوې.

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دجلریز ولسوالی د ۱۰۰۰ کروندګرو د سروې چارې پیل شوې. 
دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی ۱۰۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په یاده ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
باید وویل شي، چې ددې پروسې په لړ کې د میدان وردګو ولایت په څه باندې ۱۷ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۵
Background image

دکونړ د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د همغږۍ او همکاریو په موخه ناسته وشوه


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوب، د یاد ریاست د مشرتابه، تخنیکي آمرینو او مسلکي کارکوونکو په ګډون، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د تولیدي فابریکو د ستونزو ارزونې او د کرنیزو مارکېټونو د تحلیل په موخه ختیځ زون ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د خصوصي سکتور د پراختیا د رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو کورنیو ته وزې او لبني توکي ووېشل شول

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

بازگشت