د هلمند بولان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۴
444

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د بولان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو باندې څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې د پسرلنیو نباتاتو لکه زغر،کونځله، شنه مۍ، ممپلۍ،  پنبه،  سویابین، بنډی، بانجان، رومیان، لمرګل، پیاز، کډو ګک، هندواڼې او کشنیزو ننداریزې کروندې جوړ شوي او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي هم روزل کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې دا مهال په دې فارم کې د سبو د تخمونو راټولولو چارې پیل شوي دي، چې په دغو سبو کې (رومیان ـ بانجان او کدوګک ) شامل دي چې په منظم ډول به ورڅخه دغه تخمونه راټول او د ډېرولو په موخه به اړونده کرنیزو شرکتونو او تصدیو ته په واک کې ورکړل شي.
د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې په هلمند کي د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت