د فراه څلورو ولسوالیو کې پر زرګونو مالدارانو د مرستې وېش لړۍ پیل شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۰:۴
د فراه څلورو ولسوالیو کې پر زرګونو مالدارانو د مرستې وېش لړۍ پیل شوه 

دفراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،آر،ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو « شیب کوه ،اناردره ،جوین او گلستان »کې ۳۲۰۰ تنو مالدارانو سره د مالدارۍ اړونده توکو او د شېدو ټولولو توکو د مرستې وېش لړۍ پیل شوه.
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یادو مالدارانو ته د څارویو حیواني خوراکي توکو او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده چې په تعقیب یې یادو مالدارانو سره د اړینو توکیو مرسته هم ترسره کېږي.
ددغو مرستو په لړ کې هر یوه تن ته د شېدو یو عدد سطل، د شېدو د ساتلو ډبه، د شېدو لوټه، د شېدو فلتر او د څارویو د تقویې لپاره منرالي خښتې او د سایلج جوړولو ماشینرۍ وېشل کېږي.
د یادولو وړ ده چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې  ترسره شوې ده.
دفراه د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز او مالدارۍ اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت