د کرنې وزیر د حيرتان بندر او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له صفري نقطې څخه ليدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۴۴
د کرنې وزیر د حيرتان بندر او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له صفري نقطې څخه ليدنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیرتان بندر او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري ددې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د بېلابېلو محصولاتو په ځانګړي ډول د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادرونکو او واردونکو ته یې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چې د کرنې وزیر د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د آمو سیند د څنډو پیاوړتیا او د ویجاړېدو د مخنیوي په اړه د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره د لیدنې او خبرو اترو په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی دی.

بازدید وزیر زراعت از  بندر حیرتان و نقاط صفری میان افغانستان و ازبکستان 
۶ اسد ۱۴۰۳ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت بلخ از بندر حیرتان و نقاط صفری میان افغانستان و ازبکستان دیدار کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در جریان این بازدید از چگونگی روند صادرات و واردات میان افغانستان و ازبکستان بازدید به عمل آورده و تاکید بر فراهم سازی سهولت های لازم برای صادر کننده‌گان و وارد کننده‌گان محصول مختلف به خصوص محصولات زراعتی و مالداری کرد.
قابل یاد آوری می‌باشد که وزیر زراعت به منظور دیدار و گفتگو با ه‍یئت عالی رتبه ازبکستان در مورد تحکیم کاری سواحل دریای در راس یک هیئت عالی رتبه امارت اسلامی افغانستان به ولایت بلخ سفر کرده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت