د ننګرهار د کرنې ریاست کارکوونکو وړتیا لوړونې په موخه ورکشاپ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۵
د ننګرهار د کرنې ریاست کارکوونکو وړتیا لوړونې په موخه ورکشاپ پیل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د وړتیا لوړونې او مدیریتي مهارتونو زیاتوالي په پار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لورې درې ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس مولوي مطیع الله طلحه د ورکشاپ پر ارزښت، راتلوونکي برنامو، اداري اصولو او کړنلارو په برخه کې تفصیلي خبري وکړې. 
د ننګرهار د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رییس څخه مننه وکړه، چې د ظرفیت لوړونې یاد پروګرام یې په لاره اچولي.
ښاغلي عزیز یاد روزنیزو ورکشاپ ګټور وباله او له ټولو کارکوونکو څخه یې هیله وکړه چې پکي ګډون وکړي.
یاد ورکشاپ کې به کارکوونکو ته د رهبرۍ، مدیریت بنسټونه، د اسلام له نظره مدیریتي اخلاق، د وخت مدیریت او د فتر دارۍ چارو د تنظیم په برخه کې روزنه ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت