د عشر او زکات ټولولو لوی رییس دفراه ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۴۷
د عشر او زکات ټولولو لوی رییس دفراه ولایت له والي سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي مولوی غوث الدین رهبر سره په کتنه کې د عشر او زکات ټولولو په پرخه کې د ستونزو او ننګونو پر هوارولو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د فراه والي او سیمه ییزو چارواکو څخه وغښتل، چې د عشر او زکات د راټولولو په برخه کې دې د دې ریاست له سیمه ییزو کارکوونکو سره مرستې او همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د فراه ولایت والي مولوی غوث الدین رهبر دکرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام ته په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت د عشر او زکات ټولولو لوی رييس د کرنې وزير مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د دغه رياست د کارکوونکو د يوه پلاوي په مشرۍ فراه ولايت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت