ننګرهار کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ اړوندو چارواکو سره ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۳:۱۴
ننګرهار کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ اړوندو چارواکو سره ناسته وشوه

۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام خوږیاڼو ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالی له چارواکو سره دځنګلونو د قطع مخنیوي په موخه ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر قاري کاهون عبدالرحمن اتل په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه ولاړ شي، نوموړي مشرانو ته په ټينګار سره وويل، چې هر څوک د لمدو لرګيو په پېر، پلور او قاچاق ونيول شول د قانون منګولو ته یې وسپارۍ او د ځنګلونو خوندیتوب په پار خپلې هلې ځلې کړندۍ کړئ.
 د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې طبیعي ځنګلونه لرو چې په ۷ ولسوالیو حصارک، خوږیاڼي، پچیراګام، کوټ، هسکه مېنه، شېرزاد او سپین غر کې د جلغوزیو په زیاته پیمانه ځنګلونه شتون لري.
 خوږیاڼو ولسوال قاري عبد الله د کرنې ریاست تخنیکی پلاوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یی کړه چې دکرنې ریاست کړنلارو په تطبیق کې به پوره همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت