هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۱:۵۷
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۱۲ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.

۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۱۲ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د ولایت مقام سره د ګډ مجلس پر هغو موضوعاتو بحث او خبرې و شوې، چې تېره ورځ ورباندې بحث او خبرې اترې شوې وې. 
همدارنګه په یاده ناسته کې له مرکز څخه راغلي ٧ قطعې مکاتیب چې په یو شمېر موضوعاتو کې تخنیکي پلاوي ته لازمې سپارښتنې شوې وې  ولوستل شول، چې د یادو مکتوبو د هدایتونو او سپارښتنو مطابق یې په اړه لازمې پرېکړې وشوې. 
ددې ترڅنګ په دغه ناسته کې  د سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوټي په محدوداتو کې پر یو شمېر ځمکو د اشخاصو او افرادو لخوا د کارونو ترسره کولو موضوع تر بحث لاندې ونیول شول، په یاده برخه کې د تخنیکي پلاوي د ارزونې راپور ولوستل شو او په اړه یې مربوطه مسؤلینو ته د وروستیو کړنو په اړه سپارښتنې وشوې.
همدارنګه په دغه ناسته کې د برېښنا مامورینو د ښارګوټي په اړه د ارزونې ترتیب شوي راپور ولوستل شو تر بحث وروسته د ګډ پلاوي لخوا د څېړنو ترتیب شوي راپور لاسلیک او مرکز ته لیږلو ته چمتو کړل شو.
وروستیو کې تخنیکي پلاوي د ځینو انفرادي اشخاصو پر عرایضو او موضوعاتو خبرې وشوې، د یادو اشخاصو د ستونزو حل په برخه کې د اصولي اقداماتو ترسره کولو پرېکړه وشوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت