د لوګر مرکز پُل علم کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۱:۳۷
د لوګر مرکز پُل علم کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۳۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز پُل علم پر ۱۰۰ تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شو.
د دغو مرستو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید سربېره د اقتصاد رییس انجنیر محمدحامد مظلومیار، د همکارې مؤسسې مسؤولینو او مالدارانو ګډون کړی وو.
د لوګر د کرنې رییس د یادې مؤسسې له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته په خطاب کې وویل؛ کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.
باید وویل شی د دې پروسې په لړ کې هر مالدار د څاریو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ویشل شوی دی.
په لوګر کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوۍ، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت