د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پنجشېر ولایت له یوشمېر کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۱:۳۷
معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین، مالداران و باغداران ولایت پنجشیر دیدار کرد

۳۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د پنجشېر ولایت د اوو ولسوالیو له یو شمېر کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو سره په کتنه کې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د فرصتونو، ننګونو او د دوی د وړاندیزونو په هکله خبرې اترې وکړې.
ملا اغاجان آخند په دې کتنه کې وويل: «د پنجشېر او پروان تر منځ هېڅ توپير نشته، موږ هڅه کوو چې د کار زمينه برابره کړو، هغه که د مالدارۍ، بڼوالۍ او یا کرنې په برخه کې وي، دا زموږ مسووليت دى.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس محمد ایوب احدي وویل: «زموږ د سفر اصلي موخه دا ده، چې کرنه او مالدارۍ ته څنګه وده وکړو، اوس د هېواد د اقتصادي ودې وخت دی، د پنجشېر ولایت جغرافیه مالدارۍ لپاره مناسبه ده، په ځانګړې توګه د کب روزنې تولیدي او تکثیري فارمونو په برخه کې.»
 احدي زياته کړه: «د پنجشېر په ولايت کې د مچيو پالنه ګټوره ده، په دغه ولايت کې د شېدو وزو دودول هم مناسبه ده، د څارويو د خوراکي توکو د توليد مرکزونو جوړولو ته اړتیا ده او د غوجلو اصلاح اړینه خبره ده، د اصلاح شویو تخمونو وېش له کروندګرو سره مرسته کوي چې له کمو ځمکو څخه زيات حاصلات ترلاسه کړي.»
د پنجشېر ولايت يو تن کروندګر مولوي محمد کبير وويل: «د اصلاح شويو تخمونو وېش، د حشراتو پر وړاندې ، د نباتاتو درمل شیندنه، د چرګانو روزنې د کڅوړو وېش او د څارويو د واکسين تطبيق د کرنې رياست مهمې کړنې دي.»
نوموړي له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د مالدارۍ نوي نسلونه ترویج او له بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او نباتي او حیواني درملو مرسته وکړي او د کرنې لپاره د سیند اوبو مهار کړي.
د پنجشېر ولايت د مالدارۍ، بڼوالۍ او کرنې لپاره کافي اوبه او مناسبه هوا لري، چې په دغه ولايت کې تر ډېره د ګیلاس، مڼې، زردالو، آلو او آلوچې ونې ښه حاصلات ورکوي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین، مالداران و باغداران ولایت پنجشیر دیدار کرد
۳۰ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از دهاقین، مالداران و باغداران ولسوالی هفت گانه ولایت پنجشیر دیدار و روی چالش‌ها، فرصت ها و پیشنهادات آن‌ها بحث و گفتگو کرد.
ملا آغاجان آخند در این دیدار گفت:« فرق میان پنجشیر و پروان نیست، ما کوشش می‌نماییم تا زمینه کار را برابر نماییم، چی در زمینه مالداری باشد یا باغداری و یا کشت و زراعت، این مسوولیت ما است».
در همین حال محمد ایوب احدی رییس مالداری وزارت زراعت گفت:« هدف عمده از سفر ما این است که چگونه زراعت و مالداری را رشد دهیم، حال وقت آن است که اقتصاد کشور رشد نماید، جغرافیای ولایت پنجشیر مناسب برای مالداری است بخصوص فارم تولیدی و تکثیری ماهی پروری است.»
احدی افزود:« زنبورداری در ولایت پنجشیر مفید است، ترویج بزهای شیری در این ولایت مناسب است، مراکز تولید خوراکه متراکم حیوانی نیاز است و اصلاح طویله ها ضروری است، توزیع تخم بذری به دهاقین کمک می‌کند تا از زمین کم حاصلات بیشتر داشته باشیم.»
مولوی محمد کبیر یکتن از دهاقین ولایت پنجشیر گفت:« توزیع تخم اصلاح شده، مجادله علیه مورپتدار و تطبیق دواپاشی نباتی،  توزیع بسته های مرغداری و تطبیق واکسین حیوانی از کارهای مهم ریاست زراعت بوده است.»
وی از امارت اسلامی خواست تا نسل های جدید مالداری را ترویج، وسایل زراعتی را توزیع، کودکیمیاوی ادویه جات نباتی و حیوانی کمک و آب دریا را برای کشت زراعت مهار بسازد.
ولایت پنجشیر دارای آب فراوان و هوای مناسب برای مالداری، باغداری و کشاورزی است، در این ولایت بیشتر میوه جات گیلاس، سیب، زردآلو، آلو و آلوبالو بازده خوب دارد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت