د نورستان مرکز کې سلګونو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۲:۴۹
د نورستان مرکز کې سلګونو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړ او کرنې ادارې په مالي او د «سو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز پارون پر سلګونو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېشل لړۍ پیل کړی دی.
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروسې په لړ کې د نورستان ولایت مرکز پارون په بېلابېلو سیمو کې پر ۴۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي.
د دوی په خبره ددې مرستې په ترڅ کې، هر مالدار د څاریو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ترلاسه کوي.
دوی وویل، چې دغه پروګرام په نورستان کې د مالدارانو د لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالي په خاطرترسره شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړشوی دی، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت