زابل کې د ۸ چکډېمونو د بیارغونې چارې پيل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۴:۲۰
زابل کې د ۸ چکډېمونو د بیارغونې چارې پيل شوې

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز قلات او شهرصفاه ولسوالی کې د ۸ چکډېمونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
د زابل دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت مرکز قلات او شهر صفاه ولسوالی کې د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۸ چکډېمونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې به یې دیوې ماشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادو چک ډېمونو په بیارغونې سره به له یوخوا د خاورې د تخریب مخینوی وشي او له بلې خوا به د باران او سېلابونو اوبه ذخیره شي.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت