لغمان کې د ځمکو د غصب او غصب شويو ځمکو  بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۷
لغمان کې د ځمکو د غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
لغمان کې د ځمکو د غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د تخنیکي پلاوي مشر مولوي عبدالستار محمد لارښوونکې وينا ویلو ترڅنګ د تیرې غونډې د پریکړو دتطبیق ارزونه وکړه نوموړي خپلو خبرو کې وویل: «دځمکو دغصب هغه دوسیې چې بشپړ شوي ندي او مرکزي کمېسیون لارښوونې په کې کړي ژر تر ژر دې دوسیې د لارښود مطابق بشپړې او د وروستیو کړنو لپاره دې مرکزي کمېسیون ته واستول شي».
بیا د ناستې مشرتابه او غړو د عبدالرحیمزي او ابراهیم خېل قومونو حقوقي دوسیې باندې بحث او خبرې وکړې پر یادې دوسیې پرېکړه وشوه، چې دکدستر فني پلاوی به نږدې ورځو کې یادې سیمې ته ورځي د لارښود مطابق د ځمکې سکیج،کوردیناتي نقطې او فاصل حد به معلوموي تر غور وروسته  به دوسیه د وروستیو کړنو لپاره مرکزي کمېسیون ته لېږل کېږي.
دغه راز امارت امر له لوري دمرکزي کمېسیون راغلی هدایت لیک ولوستل شو چې په کې لارښوونه شوې وه، چې دهغو گډوالو لپاره دې ځای تعین او سکیج شي چې دغه ولایت ته راستانه شوي او په هېواد کې سرپناه نه لري، داچې په لیک کې په څرګند ډول مشخص شوي نه وه چې څومره اندازه ځمکه دې سکیج شي ددې لپاره پرېکړه وشوه چې وزارت څخه دې هدایت وغوښتل شي، چې څومره اندازه ځمکه دغه پلاوی د سرپناه ګډوالو لپاره سکیج او په نښه کړي
په ورته مهال  پهلوان بابا سیمه کې د څلور جریبه ځمکې دوسیه  چې د حج اوقافو ریاست ورباندې عبدالحلیم نومي شخص سره د ملکیت دعوه لري بحث او خبرې وشوې  د دغې ځمکې متصرفینو څرګندونې هم واوریدل شوې او دوی ته د تخنیکي پلاوي له لوري د دوسیې د بشپړیدو او دمعلوماتو دلاسته راوړولو په پار رسمي استعلامونه ورکړل شول.
همداراز په غونډه کې دعلیشنګ ولسوالی اړوند دسایګل، سویج او شمکټ یو شمېر نورو سیمود ځمکو دوسیو مدعیانو  تخنیکي پلاوي سره جلاجلا وکتل دوی د خپلو دوسیو د غور او بررسۍ غوښتنه کوله چې د تخنیکي پلاوي له لوري دوی ته ډاډ ورکړ شو چې دپلان سره به یادو سیمو ته ورځي او مدعي بها سیمې به له نږدې ګوري  او د لارښود مطابق به مدعي بها تشخیص او تثبیتوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت