ننګرهار کې د شاتو تولید ډېر شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۳۷
ننګرهار کې د شاتو تولید ډېر شوي

۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې، د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراختیا او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل شوي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړل شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د مسوولينو په وينا ، په دې ولایت کې اوسمهال د  شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی اوپه دې برخه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کاروبار بوخت دي.
دچاراکو په خبره د ننګرهار په بېلابیلو ولسوالیو کې د مچیو له شته فارمونو څخه ۶۰۰ میټریک ټنه شات تولید شوي. دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ۵۰۰ میټریک ټنه شات ترلاسه شوي و .
د ننګرهار په شته فارمونو کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ ننګرهار ته راوړي دي، چې دلته ‌یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل ترلاسه کړي.
د شهدو کاروباریان وايي، چې پلوڅه شهد، شینشوبې شهد او د بېرې شهد دلته په ننګرهارکې ډېر مینه وال لري.
باید وویل شي، د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دخپلو همکارو مؤسسو په مرسته په درېیو ولسوالیو کې پر ۴۵۰ جریبه ځمکه دبېرو ځنګلونه جوړ کړي.
په ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا د دې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.خو کاروباریان يې وايي ګټه هغومره ځکه نه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو ارزانه شات راځي او د وطن په ښارونو او بازارونو کې پلورل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت