دکانال شرکت رییس کرنیزې پرمختیا صندوق له رییس او مل پلاوي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۵۸
دکانال شرکت رییس کرنیزې پرمختیا صندوق له رییس او مل پلاوي سره وکتل

۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د خپل کار په دفتر کې د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفاري او مل پلاوي په کتنه کې د اسلامي مالي چوپرړتیاوو وړاندې کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفاري د یاد صندوق د کړنو او لاسته راوڼو ترڅنګ ددغه صندوق له خوا د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو پلان هم د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم سره شریک کړ.
ښاغلی غفاري وویل: «د کرنیزې پرمختیا صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره د بزګرانو او کرنيزو متشبثینو اسلامي تمویل د دې صندوق له مهمو دندو څخه دی»
په همدې حال کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د کرنیزې پرمختیا صندوق د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله، او د یاد صندوق لاسته راوړنې يې وستایل.
ښاغلی کظیم وویل، چې دکرنیزې پرمختیا وجهي صندوق چوپړتیاوې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره دي، چې باید ګټه ترې پورته کړای شي، نوموړی دیاد شرکت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې دیاد شرکت په اډانه کې په دې برخو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، چې د ننګرهارکانال او ورسره د هېواد د کرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې ختيځ زون کې د کرنیزې پرمختیا صندوق مشر ګل حبيب همت، د  ننګرهار کانال شرکت د کرنیزوچارو مسوول انجنيرمحمد جميل خوشحال، دفتر آمر شکيل احمد خير خواه «قاري ذاهب » او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

کونړ کې ۸۱ بزګرانو ته د کورنیو باغچو کیټونه ووېشل شول

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ښځو فقر پر وړاندې د مبارزې (ماپو) مؤسسې له لوري او د «ټي‌ډي‌اچ» جرمني مؤسسې په مالي ملاتړ، د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد اړوند ۸۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۱۹
Background image

میدان وردګو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت په نرخ ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري  مؤسسې په ملاتړ، لسګونو مستحقو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۳
Background image

هرات کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې چارې پیل شوې؛ د کور جوړونې بهیر ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو ژمنه وشوه

د هېواد په لوېدیځ زون کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې او د اړوندو چارو د همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ او په همدې تړاو د هرات. . .

بازگشت