د کندهار پنجوايي کې پر یوشمېر مالدارانو د شړمبو شاربلو ماشینونو ویش
۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دپنجوايي په ولسوالی کې یوشمېر مالدارانو ته د شړومبو شاربلو ماشینونه ورکړل شوي دي.
د شړمبو شاربلو دغه ماشینونه په هېواد کې د مالدارۍ د سکتور د پياوړتيا په موخه ددغو ولسوالیو د مسوولينو په شتون کې د بېلابېلو کلیو مالدارانو ته ووېشل شول.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټه په کندهار کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره د واکسینونو، چینجیو ضد درملو، حیواني خوراکي او نورو برخو کې د مالدارانو لاسنېوي کوي.