د ننګرهار دکرنې ریاست د ولسوالیو ترویج مدیرانو سره د کارونو ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۲:۵۲
د ننګرهار دکرنې ریاست د ولسوالیو ترویج مدیرانو سره د کارونو ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کارونو ښه والي، روڼتیا، بزګرانو او مالدارانو ستونزو حل په موخه د ۲۲ ولسوالیو ترویج مدیرانو سره ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سربېره د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري، ترویج لوی مدیر سمسور احسان، د بوټو ساتنې لوی مدیر سید کریم الله پاچا او د ولسوالیو د ترویج مدیرانو ګډون کړي وو.
د په دې ناسته کې د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري او د ولسوالیو ترویج مدیرانو په استازیتوب قاري خانزیب افضلي د ترویج مدیرانو ستونزې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د کرنې رییس سره شریکې کړې.
قاري خانزیب د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو حل په موخه د روغنیات، موټر سایکلونو، د ظرفیت لوړنې پروګرامونه، دفتري وسایلو، ترویج نوي میتودونو دودولو په برخه کې خپلي غوښتنې شریکې کړې.
د ننګرهاردکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ترویج مدیرانو ته په اداره کې روڼتیا، وظیفوي تداخل مخنیوی، موسساتو سره ښه همغږۍ، پر وخت راپور ورکول، حاضري پابندي، د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسیدنې او نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د کرنې رییس د ولسوالیو مدیرانو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت