دکرنې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۵:۱۲
دکرنې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د ارشاد، حج او اوقافو  وزارت ترمنځ؛ د څلورو جوماتونو جوړولو لپاره د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست کفیل او د جیودیزي او کدستر لوی رییس مولوی سعید الرحمن مظهري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو رییس نور الله غفوري ترمنځ د ځمکو د تنظيم او وېش رییس مولوي سید محمد سعید، په شتون کې لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د ټولګټو وزارت د (۱۶۰۰) ګنې د ۲۶/۶/۱۴۴۵ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۴۴۳۷) ګنې د ۲۸/۸/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس په هرات او فراه ولایتونو کې د ۱۲ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شوی دی.
 دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د هرات ولایت په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو او دفراه ولایت د فراه رود او ګلستان په ولسوالیو کې درې درې جیبه د جوماتونو جوړولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته لېږدول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت