د ننګرهار دکرنې ریاست: دکرنې پوهنځی زده کړیالانو ته په عملي برخو کې روزنه ورکول کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۲
د ننګرهار دکرنې ریاست: دکرنې پوهنځی زده کړیالانو ته په عملي برخو کې روزنه ورکول کېږي

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی د اګرانومي ډیپارټمنټ امر ډاکتر عصمت الله درانی د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې پوهنځی د لیسانس او ماسترۍ برنامو د عملي زده کړو په موخه وکتل.
داکتر عصمت الله درانی وویل دوي د ماسترۍ برنامي په دري څانګو کې ۹۰ تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې دنظري زده کړو سربېره په عملي برخه کې هم باید وروزل شي، نو موږ غواړو یادو زده کړیالانو ته د ننګرهار کرنې ریاست په لابراتوارونو، څیړنیزو مرکزونو، ماشین الاتو، ناروغیو تشخیص لابراتوارونو او نوررو اړونده برخو کې عملي زده کړي ورکړو.
ښاغلي درانی زیاته کړه ذکر شوي ۹۰ تنه زده کړیالان په مختلفو ۹۰ نباتي څیړنو بوخت دي او زموږ هڅه داده، چې په ننګرهار کې پر ممپلیو، شولو، رومیانو، کچالو او نورو برخو ډېر کار وکړو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ برنامې په پبل کېدو خوښي وښوده او په عملي برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت