د طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار دولت شاه ته د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۳:۲۳
د طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار دولت شاه ته د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو سفر

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ساتل شویو سیمو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په پار د هلوځلو په دوام ددې ولایت دولت شاه ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د ساتل شویو سیمو د خوندیتوب په موخه له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د لغمان دکرنې ریاست پلاوي په دې کاري سفر کې د دولت شاه ولسوالی له بېلابېلو سیمو قومي مشرانو،علماء کرامو او ځوانانو  سره  د ساتل شوو سیمو او وحشي ژوو په ارزښت او د ځنګلونو د قطعه مخینوي په اړه معلومات شریک کړل.
د لغمان دکرنې ریاست د ساتل شویو سیمو لوی مدیر وویل: «دولت شاه ولسوالی د کرنې وزرات لخوا د ساتل شوې سیمې په نوم نومول شوې ده، چې ددې ولسوالی د ځنګلونو ساتنه او د وحشي ژوو د ښکار مخنیوی د دولت ترڅنګ د ولسونو مهمه وجیبه ده. ځنګلونه ونې بوټي د هېواد ملي شتمني ده او په چاپېریال ساتنه کې رغنده رول لري، نو راځئ! چې دا ملي شتمني وژغورو او هېچاته اجازه ورنکړو چې ځنګلونه، څړځایونه ،اوطبیعي منابع ویجاړ اولمنځه یوسي.»
 هغه زیاته کړه؛ غرونه، سیندونه، ځنګلونه، حيوانات، هوا او طبیعت موږ ته ښکلا، ساه اخیستل، او ژوند لپاره اړین توکي راکوي. دا زموږ مسؤلیت دی، چې د طبیعت ساتنه وکړو او د هغې قدر وکړو، ترڅو راتلونکو نسلونو لپاره هم دا نعمتونه پاتې شي.
په همدې حال کې د یادې ولسوالی قومې مشرانو او علماء اکرامو د ځنګلونو ساتنې، انکشاف او وحشي ژوو د ښکار مخنوي پوره ډاډ ورکړ،چې یاد ځنګلونه به ساتو او بیا رغونې لپاره به یې هلې ځلې کوو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت