د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۷۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو چپرهار، پچیراګام او هسکي مېني ولسوالیو کې «د ډاکار خیریه مؤسسې» په همکارۍ ۷۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ ته ۲۰ قطعې کورني چرګان، ۲۰۰ کیلو د چرګانو دانه، درمل، دانه خوري او ابخوري ورکړل شوي دي.
ښاغلی محسن وویل د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي. ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.