معیشت بدیل لپاره د پنځه کلن طرحې وروستي کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۳:۲۹
معیشت بدیل لپاره د پنځه کلن طرحې وروستي کولو په موخه غونډه دائره شوه

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ د دغه وزارت د یو شمېر رییسانو او کارپوهانو په حضور کې د معیشت بدیل لپاره د پنځه کلن طرحې وروستي کولو په موخه غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
دغه غونډه د بدیل معیشت په پنځه کلنه طرحه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیالۍ د اداري کمیسیون د نظریاتو د شاملولو په موخه جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د کرنې وزیر د یادې طرحې د لا ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل او د بديل معيشت په پنځه کله طرحه کې يې د شاملولو غوښتنه وکړه. دغه راز  دکرنې وزیر ددغې طرحې د نهایي کولو په موخه  دکرنیزو څېړنو انسټیټوټ د لوی رییس نصرت الله طلحه په مشرۍ د یوشمېر رییسانو او کارپوهانو په شتون کې یوه ځانګړې کمېټه هم ګمارلی دی، چې یاده طرحه نهایي کړي.
د بدیل معیشت د پنځه کلنې طرحه د کرنې وزارت له خوا د عالیقدر امیرالمؤمین حفظ الله د فرمان پراساس د کوکنارو د کښت د بندېدو په موخه د بدیل معیشت او د کوکنارو او مخدره توکو تولیدوونکو بوټو پرځای بزګرانو ته د ارزښت لرونکو بوټو د پېژندنې په موخه چمتو شوی دی، چې د بزګرانو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په پار دکرنې، مالدارۍ،اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې د بدیل معیشت پروژې، د کوکنارو د کرکیلې دایمې کمول او له منځه وړول او مشروع او متنوع محصولاتو کښت ته د بزګرانو هڅول په کې شامل دي.

جلسه‌ای به منظور نهایی‌سازی طرح پنج ساله معیشت بدیل برگزار شد 
۱۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور شماری از روئسا و متخصصین این وزارت به منظور نهایی سازی طرح پنج ساله معیشت بدیل در وزارت زراعت دایر شد.
این جلسه به منظور شامل سازی نظریات کمیسون اداری معاونیت اداری ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان در طرح پنج ساله معیشت بدیل برگزار شده بود که در جریان آن وزیر زراعت نظریات و پیشنهادات مشخصی را جهت بهبود طرح متذکره بیان داشته و خواستار شامل سازی آن در طرح پنج ساله معیشت بدیل شد. همچنان وزیر زراعت کمیته مشخصی را به سرپرستی مولوی نصرت الله طلحه رییس عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی با حضور روئسا و متخصصین توظیف کرد تا طرح یاد شده را نهایی سازند.
طرح  پنچ ساله معیشت بدیل به اساس فرمان عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی در مورد ممنوعیت کشت کوکنار به منظور ارایه معیشت بدیل و معرفی جاگزین‌های کشت کوکنار و نباتات مولد مواد مخدر برای دهاقین از سوی وزارت زراعت ترتیب گردیده است که شامل تطبیق پروژه‌‌های معیشت بدیل برای تقویت و همکاری اقتصادی دهاقین، کاهش و محو دایمی کشت کوکنار و تشویق به کشت محصولات مشروع و متنوع می‌باشد که شامل فعالیت‌ها در بخش زراعت، مالداری، منابع طبیعی و آبیاری می‌باشد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت