د هلمند نادعلي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۲:۵۳
د هلمند نادعلي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند دنادعلي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو  پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر ؤ او او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې  نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس د لغمان د کرنې رییس او دفارمونو له چارواکو سره ناسته وکړه

۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی، چې مشري یې د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني کوله، لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۸
Background image

د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس د کونړ دکرنې رییس سره وکتل

۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس مولوی محمد اکبر امیني او ورسره مل پلاوی د کرنیزو کوپراټیفونو او اتحادیو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۲۷
Background image

د میدان وردګو جغتو کې پر یوشمېر بزګرانو د نخودو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د افغان سوله جوړوونکې مؤسسې تر چتر لاندې، د میدان وردګو لایت د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت