لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې
۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د لوګر ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د لوګر ولایت د کرنې رییس او د تخنیکي پلاوي غړي مشر مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې چې د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوی عبدالقدیر، د قبایلو او سرحدونو رییس مولوی محمد عالم، د امارت د قضایاوو آمر مولوی شفیع الله او د کدستر عمومي مدیر انجنیر امین الله یې ملتیا کوله د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالی اړوند میس عینک سیمې ته سفر وکړ.
یاد سفر د عمومي کمیسیون د هدایت په اساس د میسو د کان شاوخوا کلي د استملاک په خاطر ترسره شوې ده.