د قوش تېپې کانال شاوخوا کې د اوبو لګولو د ودانیو جوړولو څرنګوالي په اړه غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۰
د قوش تېپې کانال شاوخوا کې د اوبو لګولو د ودانیو جوړولو څرنګوالي په اړه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ؛ د اوبو او انرژۍ او ټولګټو وزارتونو او دغه راز د چاور ادارې چارواکو  او د یادو ادارو د متخصصینو په حضور کې د قوش تېپې کانال شاوخوا کې د اوبو لګولو د ودانیو جوړولو څرنګوالي په اړه مشورتي غونډه؛ د کرنې په وزارت کې دائره شوه.
 په دې غونډه کې، د قوش تېپې کانال پر اهمیت، له یاد کانال څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د ودانیو رغولو څرنګوالي په هکله خبرې اترې وشوې.
دغه مشورتي غونډه، چې د کرنې وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال انجنیر مجیب الرحمن اخوندزاده، د ټولګټو وزارت مرستیال مولوی عبدالکریم فاتح، د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال قاري عبدالولي صدیقي، د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار فاروق اعظم، دکرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمد حسین خورشید احمد، د کرنې وزارت د مقام سلاکار عزیز الرحمن رحماني او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د بندونو او کانالونو متخصص حامد عاطف حضور درلود.
د قوش تېپې کانال د افغانستان اسلامي امارت له سترو پروژو څخه دی، چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

نشستی پیرامون چگونگی اعمار ساختمان‌های آبیاری اطراف کانال قوش‌تپه دایر شد
۱۳ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی در وزارت زراعت به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور مسوولان وزارت‌های انرژی و آب، فواید عامه و اداره امور و متخصصان ادارات یاد شده پیرامون چگونگی اعمار ساختمان‌های آبیاری اطراف کانال قوش تپه برگزار شد.
در این جلسه پیرامون اهمیت کانال قوش تپه، چگونگی استفاده موثر از آن و چگونگی اعمار ساختمان‌ها و  صحبت گردید.
این نشست مشورتی که به سرپرستی وزیر زراعت برگزار شده بود در آن انجینر مجیب‌الرحمن عمر آخوندزاده معین وزارت انرژی و آب، مولوی عبدالکریم فاتح معین وزارت فوایه عامه، قاری عبدالولی صدیقی معاون مالی و اداری اداره امور، فاروق عظم مشاور وزارت انرژی و آب، ملا محمد حسین خورشید احمد رئیس دفتر وزارت زراعت، عزیز الرحمن رحمانی مشاور مقام وزارت زراعت و حامد عاطف متخصص کانال‌ها و بندهای معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء حضور داشتند.
کانال قوش تپه از بزرگترین پروژهای امارت اسلامی افغانستان می‌باشد که با تکمیل کار آن صدها هزار هکتار زمین زراعتی آبیاری می‌گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت