وازیخوا ته د پکتیکا دکرنې ریاست سرپرست سفر
۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوی غازي محمد صدر وازیخوا ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی ولسوال او نورو سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د شته ستونزو په هکله خبرې اترې وکړې.
ددې سفر په ترڅ کې د پکتیکا دکرنې رییس د وازیخوا ولسوالی ولسوال، سیمه ییزو چارواکو، دکرنې کارکوونکو او بزګرانو سره په کتنه کې د دوی ستوزنې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ژمنه یې وکړه.
دغه راز د پکتیکا دکرنې رییس په داسې حال کې، چې د یادې ولسوالی والسوال، امنیه قوماندان او دکرنې لوی مدیر یې ملتیا کوله د طبي بوټو له سیمو څخه هم لیدنه.