د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۴۷
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده. 
د یاد کمپاین په ترڅ کې دکندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، کندز، لوګر او پکتیا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امارتي ځمکې له غصبه خلاصې شوي دي. د چارواکو په خبره غاصبینو غوښتل چې امارتي ملکیتونه غصب او په تجارتي بڼه یې واړوي او یاهم یاده ځمکه کرنې ته چمتو کړي، چې پر وخت یې د غصب مخنیوی شوی دی.
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې د یادو ولایتونو امنیه قوماندانۍ، اړونده حوزې او دکرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا تازه جوړېدونکي ودانۍ ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو. . .

بازگشت