هلمند کې د چرګانو درملو پلورنځیو څخه څارنه وشوه
۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي ټیم له خوا د بولان او ناوې پر لویه لاره د چرګانو درمل پلورونکو څخه نظارت او څارنه تر سره شوه.
دیادې څارنې پر مهال د چرګانو د درملو پلورنځیو دکار جوازونه هم وکتل شول، هغو کسانو ته چې د جواز وخت یې تېر ؤ ورته سپارښتنه وشوه، چې خپل کاري جوازونه نوي کړي او دغه راز په دغه سیمه کې د چرګانو د درملو هغه هټۍ وټړل شوې، چې دکرني وزارت د طرزالعمل خلاف یې فعالیت ترسره کول.
ددې ترڅنګ د یادو درمل پلورنځیو څخه یوه اندازه تاریخ تېر درمل هم راټول او ضبط شوي دي، په ورته وخت کې د سیمې هټیوالو ته د هلمند دکرنې ریاست اړونده مسؤلینو له لوري لازمې سپارښتنې هم وشوې.