کابل کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۸:۵۷
کابل کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټیټوټ لوی ریاست د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوي، د کابل د کرنې د پوهنځي د استادانو،د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو، د ترکیې هېواد د (آی.اچ.اچ) مؤسسې او د مرستندویو ټولنو استازو او یوشمېر بزګرانو په شتون کې د کروندې ورځ ونمانځل.
د دغه پروګرام په پیل کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني وویل: "د کرنې په برخه کې څېړنه یوه لویه او اړینه برخه ده، زموږ اصلي موخه دا ده چې څنګه پر ځان بسیا شو او د هېواد پر ځان بسیاینه کرنې پورې تړلې ده."
په همدې حال کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند "حاجي سالم" وویل: "اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ستر پروګرامونه پلي کړي، لکه څنګه چې موږ په جهاد کې قربانۍ ورکړل، هماغسې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار له لارې دهېواد  اقتصاد ته وده ورکوو."
د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د څېړنې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: "څېړنه د کرنې یوه مهمه او اړینه برخه ده، موږ غواړو چې ټول کروندګرو او ځمکوال د ناروغیو او آفتونو په وړاندې مقاومت لرونکي اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي، چې د ناروغیو او  اقلیم  بدلون پر وړاندې مناسب مقاومت او ډېر حاصل ولري."
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی ربیس پوهنمل صفي الله جوهري د کروندې د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وویل: "کرنه د هېوادونو په پرمختګ کې ستر رول لري، کرنې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، ځکه د هېواد اقتصادي وده د کرنې له لارې ترلاسه کیږي."
 د کرنې وزارت د توافقي او تطبیقي څېړنې رییس ډاکټر محمد رفيع باوري د دغه رياست فعاليتونه بيان کړل او د حبوباتو، غلو دانو اوسبو  د څېړنې په برخه کې يې د دغه رياست د راتلونکو پلانونو په اړه يې خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو په وېشلو او له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ لارې د حاصلاتو  زیاتوالي ته زمینه برابروی.

از روز مزرعه در کابل تجلیل صورت گرفت
ریاست عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روز مزرعه در فارم تحقیقات زراعتی بینی‌حصار کابل با حضور مسوولین رهبری وزارت زراعت، استادان پوهنځی زراعت پوهنتون کابل، مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، موسسه(آی.اچ.اچ) کشور ترکیه، نهادهای مدد‌ رسان و دهقانان تجلیل نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در آغاز این برنامه گفت:« تحقیقات در زراعت بخش عمده و اساسی است، هدف اصلی ما این است که چگونه به خودکفایی دست پیداکنیم و  خودکفایی کشور وابسته به زراعت است.»
در همین حال، ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت:« امارت اسلامی برنامه بزرگی را در بخش‌های مختف تطبیق نموده است، همان طوریکه که در جهاد قربانی داده پیروز شدیم در زراعت و مالداری نیز اقتصاد را رشد می‌دهیم.» 
مولوی نصرت الله طلحه رییس عمومی تحقیقات وزارت زراعت بر اهمیت بیشتر تحقیقات تاکید کرده گفت:« تحقیقات بخش مهم و ضروری در زراعت است ما می‌خواهیم که تمام دهاقین و زمین‌داران تخم اصلاح شده بذری به‌دست بیاوردند که در مقابل امراض مقاوم متناسب به تغیرات اقلیم و حاصلات بیشتری داشته باشد.»
در عین حال پوهنمل صفی الله جوهری رییس پوهنځی زراعت پوهنتون کابل در برنامه تجلیل از روز مزرعه گفت:« در پیشرفت کشورها زراعت نقش عمده دارد، برای زراعت باید اولویت داده شود چون رشد اقتصادی کشور از طریق زراعت صورت می‌گیرد.»
دوکتور محمد رفیع باوری رییس تحقیقات توافقی و تطبیقی وزارت زراعت فعالیت‌های این ریاست را بیان نموده و از برنامه‌های بعدی این ریاست در بخش تحقیقات روی حبوبات، غله‌جات و سبزی‌جات اظهار کرد.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد با توزیع کودکیمیاوی، تخم اصلاح شده بذری، وسایل و ماشین آلات زراعتی و کمک و همکاری با دهاقین در بخش‌های مختلف حاصلات را افزایش دهند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل ولایت د للندر (شاتوت) د اوبو بند لاندې د ځمکو د استملاک او بیې ایښودنې چارې په چټکۍ روانې دي


‏۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق‏
‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست اړوند د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې ریاست د تخنیکي ټیمونو لخوا د کابل ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۱
Background image

فراه کې د شنوخونو د مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د «واسا» مؤسسې په همکارۍ، د شنوخونو د مدیریت په برخه کې ۸۰ تنو ته پنځه ورځنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه


۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، په دې ولایت کې د سکتوري ادارو او ټولو هغو مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره. . .

بازگشت