د کرنې وزارت د دکرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس د هلال ګروپ له چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۰:۳
د کرنې وزارت د دکرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس د هلال ګروپ له چارواکو سره وکتل

۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمه ییز دفتر مشر ډاکټر عبدالغفار لودین چې، د کرنیزو چارو متخصص انجینر عبدالولي کوچي او اړونده مسولینو یې ملتیا کوله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوي رییس مولوي نصرت الله طلحه او د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د هلال ګروپ د فعالیتونو د شریکولو او په اړونده برخه کې د چارو پر لا ښه والي خبرې وکړې.
د هلال ګروپ د کرنیزو چارو متخصص انجینر عبدالولي کوچي او د ختیځ زون سیمه ییز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین په خپلو خبرو کې په ننګرهار کې د غنمو د اصلاح شوي تخم سربېره د سبو د تخمونو د تولید پر تړاو معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي لودین زیاته کړه، په دې برخه کې ورسره د هېواد په کچه لسګونه تنه متخصصین او سلګونه تنه نور په دنده بوخت دي، چې د هېواد په کرنیز، اقتصادي پیاوړتیا او غذايي مصونیت کې یې ښه رول لوبولی دی.
په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د هلال ګروپ په ترسره کړیو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او دا چاره یې د هېواد په کچه بې سارې وبلله؛ نوموړي د هلال ګروپ مسؤلینو ته د ښې همغږۍ، د لوړحاصل ورکونکو نباتاتو داصلاح شوي تخمونو تولید په برخه کې د څېړنیزو مرکزونو سره اړیکي پالل او ګڼو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې هم وکړې.
ښاغلي طلحه د چارو د لا ښه والي او ستونزو په حل کې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت