هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د لابراتواري ازموینو چارې پیل شوې
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لویدیځ زون د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت له خوا د غنمو د تخمونو د لابراتواري تجزیې چارې پیل شوي دي.
په همدې موخه د اصلاح شویو تخمونو دولتي شرکت دتصدیقي غنمو د ٣٤٠ متریک ټنو څخه چې په ٣٤ قطارونو کې ځای پرځای شوي دي، ٣٤ نمونې واخستل شوې.
دغه غنم به د لابراتوار په ذریعه وارزول شي، چې د تجزیې څخه وروسته به یې د یوه سالم تخم په توګه د رد او یا تائید په برخه کې لازم تصمیم ونیول شي.
دمثبتو پایلو له ترلاسه کولو وروسته به صحیح او سالمو تخمونو ته تصدیق ورکړل شي او غیر سالم تخمونه به رد کړل شي.