د لغمان علینګار کې پر لسګونو کورنیو د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۹:۱۱
د لغمان علینګار کې پر لسګونو کورنیو د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې په مالي او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علینګار ولسوالی پر ۱۱۶ اړمنو کورنیو د کوچني کارو بارونو د جوړېدو او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا  په موخه د نغدي مرستې وېش لړۍ پیل کړی دی.
 ددې مرستې وېش لړۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، دځمکوالۍ امرمولوي ګل رسول زبیر او دعشر او زکات د راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام په شتون کې پیل شو.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد دمرستې د وېش پر مهال وویل: «د ژغورنې نړۍوالې کمیټې په همکارۍ نوموړو اړمنو کورنیو ته د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او وړو کاروبارونو د جوړیدو او تقوي په پار هرې کورنۍ ته 27600 افغانۍ ورکول کېږي، چې یادې کورنۍ به په دغو پیسو د ځان لپاره یو کاروبار جوړوي.»
د لغمان دکرنې رییس زیاته کړه، چې د یادې مؤسسې له لوري دغوکورنیو ته څه وخت وړاندې د کاروبار د جوړېدو په برخه کې عملي روزنه هم ورکړل شوې وه.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت