فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۴۰
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د فراه دکرنې رييس الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د فراه دکرنې رييس الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د فراه دکرنې رييس او د کمېټې مشر الحاج مولوي شاه  محمد حاجي سروري لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ او تاسو ته د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی، تثبیت او تشخیص یو دروند مسوولیت راسپارل شوی دی، دغه چاره پر وخت د لایحې او لارښود مطابق ترسره او په دې برخه کې باید خپلې هلې ځلې لاپسې کړندۍ کړو.»
د غونډې په ترڅ کې پرځنو کلیو د ځمکې حقوقي دوسیې باندې بحث او خبرې وشوې تربحث وروسته تصمیم ونیول شوه، چې په روانې اوونۍ  کې به  مرکز اړوند غلامان او کهدانک کلیو ته ورځي او دغه سیمه به له نږدې ګوري .
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت