ننګرهار ته د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ د لوی رییس سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۳۷
ننګرهار ته د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ د لوی رییس سفر

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوي رییس مولوي نصرت الله طلحه د ننګرهار څېړنیز فارم  ستونزو حل، اوړي موسم مېوو نندارتون کې ګډون او نورو اړونده مسایلو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
 ددې سفر په ترڅ کې د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوي رییس مولوي نصرت الله طلحه د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د ننګرهار دکرنې رییس د ننګرهار څېړنیزفارم کې شته ستونزې، لاسته راوړنې، او راتلونکي پلانونو د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوي رییس ته وړاندې کړل.
نوموړي د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې د کاریګرو کمښت، څېړنیز فارم د ځمکي کموالي، اوبولګولو د مناسب سیستم  نشوالي او نورې اړونده ستونزې شریکې کړې. 
په همدې حال کې دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوي رییس مولوي نصرت الله طلحه د ننګرهار دکرنې رییس ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي طلحه وویل، چې د ننګرهار څېړنیز فارم ستونزې به د کرنې وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریکې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت