هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۳۵
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، په داسې حال کې چې د ځمکو د تنظبم آمر الحاج ملا زین الله زاهد، د کرنیزو چارو آمر احمد محب، د تخمونو تصدیق ورکولو آمر قاري مولوي حمدالله (بشیراحمد) ، د کرنیزو څېړنو، بوټو ساتنې او اجرائیه مدیرانو هم حضور درلود د کرنیزو قراردادي شرکتونو مسؤلینو سره ناسته وکړه.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې ریاست اړوند ګوهرګین تکثیري فارم کې نوموړو شرکتونو ته د اصلاح شویو تخمونو د تولید او تکثیر په موخه ٥٥١ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوې ده، په همدې موخه د یادو کرنیزو شرکتونو مسؤلینو چې په ترکیب کې یې د بست، قدرت سمیع، سدوزایي او اخلاص شرکتونو استازي او مسؤلین شامل دي د خپلو تر لاس لاندې فعالیتونو تر څنګ د یو شمېر ستونزو او وړاندیزونو په اړه د کرنې ریاست مقام سره خپل معلومات شریک کړل. 
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس د یادو شرکتونو د باقیاتو د تحویلي او د پلان مطابق د نوموړې ځمکې څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مسؤلینو او د شرکتونو استازو ته لازمې سپارښتنې وکړې
 د هلمند دکرنې رییس وویل: «د تکثیري فارم ځمکې چې یوازې د اصلاح شویو تخمونو د تکثیر او تولید په موخه کارول کېږي، اړونده شرکتونه مکلف دي، چې د  تخمونو د تولید د شرایطو د پوره کولو په صورت کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او هغه موارد او موضوعات چې د شرکتونو فعالیتونه پکې تر سوال لاندې وي په اړه به یې د کرنې وزارت مقام د لارښؤنو مطابق کړنې ترسره شي.»
همداراز د ناستې په لړ کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې او د غونډې ګډوانوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې په ګڼو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت