ننګرهار کې د تازه مېوو یو ورځنی نندارتون دائر شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۰:۵۷
ننګرهار کې د تازه مېوو یو ورځنی نندارتون دائر شو

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا د ننګرهار ولایت په مقام کې د اوړي موسم د تازه مېوو يو ورځنی نندارتون په لاره واچول شوه.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکو وويل، چې له دې نندارتون څخه موخه هېوادوالو ته د خپلو مېوو په اړه د معلوماتو ورکول او ورته پيغام رسول دي، ترڅو په مناسبو سيمو کې د دې مېوو بڼونه جوړ او پرمټ يې حلال رزق ترلاسه کړي.
دوی وويل: «موږ خپلو اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوو ترڅو په ولسواليو کې کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ سکتور ته پراختيا ورکړو او په دې سره ځان بساينې ته نږدې شو.»
دکرنې وزارت چارواکي وایي، هڅه کوي، چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د خرما او ستروسو د بېلابېلو ډولونو بڼونه جوړ کړي همدا راز به بزګرانو او بڼوالو ته د ښه حاصل او بازار موندنې په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وويل، چې په دې نندارتون کې د اوړي موسم د هغو مېوو بېلابېل ډولونه نندارې ته اېښودل شوي، چې تازه رسيدلي دي. د دوی په خبره په دې مېوو کې شپږ ډوله الوچې، دوه ډوله انګور او يو ډول انځر شامل دي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار د کرنې رياست د بڼوالۍ پراختيايي مرکز اړوند  فارم جديد کې اووه ملي کليکسيونونه او اووه ننداریز بڼونه دي، چې په کې د انار ۷۹، ستروسو ۷۶، املکو ۲۴، زيتون ۱۰، خرما ۶، لوکاټ ۱۲، انځر ۱۶، شفتالو ۸، زردالو ۸، الوچه ۸، انګور ۲، ناک ۱، زردالو ۷، ستروس تجربوي ۹ او یو تنه انار ۳ چې جمله ۲۵۱ نوعې کيږي تر څېړنې لاندې دي.
بايد وويل شي، چې ننګرهار ولايت د سړې، معتدلې او ګرمې اوبو او هوا لرونکی ولایت دی، چې له نېکه مرغه په کې لسګونه ډوله مېوې او سابه کرل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت