شنې خونې اروزګان د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۱:۳۴
شنې خونې اروزګان د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د اروزګان دکرنې چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د اروزګان د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې شنې خونې جوړې شوي دي.
د چارواکو په خبره د اروزګان ولایت له شنوخونو څخه ډول ډول سابه راټول او ددې ولایت په هټیو کې پلور ته وړاندې شوي دي.
د اروزګان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه لوی او کوچني شنې خونې جوړې شوي دي، په یوه کال کې دوه فصله ورکوي، چې تر ډېره په کې بادرنګ او رومي بانجان کرل کېږي.
له تېرو څو ورځو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د اروزګان ولایت په شنو خونو کې راټوکېدلي او په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي، چې په دغو شنوخونو کې لسګونه کسان په کار بوخت دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت