د ننګرهار مرستیال والي خلکو ته؛ د غصب په مخنیوی کې همکارۍ وکړئ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۸:۵۲
د ننګرهار مرستیال والي خلکو ته؛ د غصب په مخنیوی کې همکارۍ وکړئ

۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري او د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د شينوارو ولسوالی ګلايي سيمې له مخورو مننه وکړه، چې په ياده سيمه کې يې د غصب په مخنيوی کې مسئولينو سره همکاري وکړه. همدا راز يې پر ولسونو غږ وکړ چې د غصب شويو ځمکو بېرته راګرځولو او غصب مخنيوي کې ور سره مرسته وکړي.
د ننګرهار مرستیال والي وویل، چې امارتي ځمکې د ټول ملت مشترک حق دی، چې بايد په کې ټولګټي چارې تر سره شي او زياته يې کړه چې هيچاته د ځمکو غصبولو اجازه نه ورکول کېږي او سرغړونکو پر وړاندې جدي قانوني اقدامات تر سره کېږي.
د ننګرهار غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي مشر او د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وويل، چې دوی د غصب شويو ځمکو په راګرځولو کې جدي دي او په دې برخه کې د هيچا عذر نه منل کېږي.
نوموړی وويل، چې ګلايي سيمه کې به د غصب شوې ځمکې اړوند دوسيه وڅېړي او په اړه به يې قانوني اجرات تر سره شي.
ښاغلي محسن وویل د شینوارو ولسوالی د ګلایې سیمي ته تخنیکي کارکوونکي ورلیږو، ترڅو دیادې سیمي مشخصات، سکیج، کروکې او جریبې مساحت واخلي او تر هر اړخیزې څیړنې وروسته به یې د غصب مخنیوي مرکزي کمیسیون ته د ورستي اجرآتو په موخه واستوو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت