هلمند کې د انارو مچ او سبو ناروغیو مخنیوی کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۴:۵
هلمند کې د انارو مچ او سبو ناروغیو مخنیوی کمپاین پیل شو

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، دکرنیزو چارو آمریت اړوند بوټو ساتنې مدیریت مسلکي کارمندانو لخوا په مرکز او ولسوالیو کې دانارو مچ او سبو ناروغیو مخنيوى په هکله بڼوالو او بزګرانو ته هر اړخيز معلومات ورکول کېږي.  
ددې لړۍ په ترڅ کې د انارو مچ او د سبو ناروغیو مخنیوي په پار د نهرسراج او مارجې ولسوالیو ګڼو بڼوالو ته په میخانیکي طریقه عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده، چې ور سره به بڼوال د خپلو بڼونو او کروندو څخه باکيفيته حاصلات لاسته راوړي.
 د هلمند دکرنې ریاست د بوټو ساتنې آمریت د کارکوونکو په خبره، په دې مرحله کې انارو ته مچ داخلیږي او تر پخیدو مخکې مېوه ورستیږي، چې بڼوالو ته یې له امله سخت زیان رسېږي. 
د نوموړي مچ مخنيوى په موخه بڼوالو ته په میخانیکي طریقه د یاد مچ مخنیوی عملي او نظري روزنې لړۍ پیل شوه، په دې سره به بڼوال له خپلو بڼونو څخه باکيفيته حاصلات لاسته راوړي.
دهلمند د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو بڼوالو ته د کیمیاوي درملو پر ځای د میخانیکي لارو چارو په ښودلو سره د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوی لارې چارې وښيي، تر څو هم په اقتصادي او هم په صحي لحاظ دوی ته اغېزمن تمام شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت