د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیایي بودجې وېش غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۵۴
د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیایي بودجې وېش غونډه دائره شوه

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند «حاجي سالم» په مشرۍ د سکټوري رییسانو په شتون کې د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیایي بودیجې وېش غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه. 
په دې غونډه کې حاضرو رییسانو د بودجې څرنګوالي او د کرنې، مالدارۍ، زېرمو، زېربناوو، د سړو خونو د جوړولو، د حیواني روغتیا، غلودانو او د خپلو پلانونو د پلي کولو په برخه کې د بودجې د وېش په اړه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د پلان او پالیسۍ ریاست متخصصینو د ۱۴۰۳ پروژو په اړه پریزنټېشن د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د کرنې وزارت مالي او داري مرستیال په ځینو مواردو کې خپل نظریات شریک کړل او رییسانو ته یې ټینګار وکړ چې د پروژو د بودیجې په لګولو، موثریت او کیفیت کې له دقت څخه کار واخلي.

جلسه تقسیمات بودجه عادی و انکشافی سال مالی ۱۴۰۳ وزارت زراعت دایر شد
۲۰ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه به منظور تقسیمات بودجه عادی و انکشافی سال مالی ۱۴۰۳ وزارت زراعت تحت رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری با حضور روئسای سکتوری وزارت زراعت دایر شد.
در این جلسه روساء حاضر پیرامون چگونگی بودجه، تقسیمات بودجه در بخش‌های زراعت، مالداری، ذخایر، زیربنا، اعمار سردخانه‌ها، صحت حیوانی، غله‌جات و چگونگی تطبیق پلان‌های شان معلومات ارائه نمودند.
در اخیر هم متخصصان ریاست پلان و پالیسی پریزنتیشن پروژه‌های سال ۱۴۰۳ را خدمت حاضران پیشکش نمودند.
معین مالی و اداری وزارت در بعضی از موارد نظریاتش را شریک نموده به روساء تاکید نمود که در چگونگی مصرف بودجه، موثریت و کیفیت پروژه‌ها دقت داشته باشند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت