بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو دمرستیال سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۲:۴۴
بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو دمرستیال سفر

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د چارو د تنظیم او د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د ساتنې په موخه د بادغیس ولایت ته سفر وکړ.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د دغه سفر په ترڅ کې د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس اخندزاده ملا عبدالحی منیر او د دغه ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د بادغیس ولایت د کرنې له رییس سره د مثمر او غیر مثمرو ځنګلونو د تنظیم، ساتنې او پراختیا او دغه راز د پستې حاصلاتو راټولولو په هکله خبرې وشوې او همدارنګه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې ورکړې.
بادغیس د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې تر ټولو زیاته اندازه طبیعي پستې له همدې ولایت څخه راټولېږي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د بادغیس ولایت د پستې یو شمېر پسته لق ته لاړ او د دغه ولایت د پستې حاصلات یې ولیدل.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ولایت بادغیس 
۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور تنظیم امور و حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی به ولایت بادغیس سفر کرد.
معین آبیاری و منابع طبیعی در جریان این سفر با آخندزاده ملاعبدالحی منیر رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس و کارمندان آن اداره دیدار کرد.
در این دیدار راجع چگونگی مدیریت، حفاظت و توسعه جنگلات مثمر و غیر مثمر و همچنان نحوی جمع آوری حاصلات پسته در ولایت بادغیس با رئیس زراعت بادغیس صحبت کرده و هدایات لازم را جهت بهبود امور به مسوولان مربوطه سپرد.
ولایت بادغیس از جمله‌ ولایت های کشور است که بیشترین حاصلات پسته طبیعی کشور از آن ولایت جمع آوری می شود.
معین آبیاری و منابع طبیعی به برخی از ساحات پسته لق ولایت بادغیس نیز رفته و چگونگی حاصلات پسته در آن ولایت را ملاحظه کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۲
Background image

په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکیلې سیمه او د وريجو تولید زیات شوی

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو ریاست د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکېلې سیمه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۱
Background image

بولدک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

دهلمند موسی کلا کې سلګونه کاریګرو او بزګرانو ته نغدې مرسته ووېشل شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د موسی کلا ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت تر چتر لاندې، دبشري مرستو مؤسسې له لوري. . .

بازگشت