ننګرهار کې د کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ مخنیوی په موخه غونډه دائره

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۲
ننګرهار کې د کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ مخنیوی په موخه غونډه دائره

د ننګرهار په عامي روغتیا ریاست کې دکانګو وینه بهیونکي ناروغۍ مخنیوي په پار جوړه شوې غونډه کې؛ د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اپیډیمولوژي مدیر فریدالله وفا ترڅنګ د ملي او نړۍوالو مؤسسو استازو ګډون درلود. په دې غونډه کې د کانګو وینه بهیدونکې ناروغۍ د مخنیوي په لارو چارو بحث وشو ترڅو  هره اداره خپل مسؤلیت پخپل وخت سرته و رسوي.
په دې غونډه کې د ننګرهار د کرنې ریاست د اپیډیمولوژي مدیر د خپلې ادارې د لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ په راتلونکې کې هم د څاریو د ناروغیود کنټرول او مخنیوي په هکله خپل پلانونه  ګډونوالو سره شریک کړل.
 دغه غونډّ د معمول مطابق هره میاشت عامي روغتیا ریاست په کوربه توب ترسره کېږي او د انسانانو او څارویو دګډو (زونوز) ناروغیو په هکله پکې بحث ترسره او د مخنیوي لارې چارې لټول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کانګو تبې پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت