کرنې وزارت په اطلاع رسونه کې مخکښ دی

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۲۰:۰
وزارت زراعت در اطلاع‌رسانی پیش‌تاز است

۱۷ تله ۱۳۹۸
اطلاعاتوته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې؛ اطلاعاتوته د لاس رسی کمیسیون او د اطلاع رسونې او رسنیزو چارو یوشمېر اړونده نهادونو، کرنې وزارت د اطلاع رسونې په چارو کې مخکښ وزارت وبلل او د اطلاع رسونې په برخه کې ددې وزارت د کړنو ستاینه وکړه.
په دې برخه کې دکرنې وزارت د ښو کړونو په پار، د خبرو اترو په میز کې د کرنې وزارت ستر مطبوعاتي سلاکار او ویاند اکبر رستمي هم حضور پیدا کړ او خبرې یې وکړې.
په دې برنامه کې اطلاعاتوته د لاس رسي کمیسیون مرستیاله نجیبه مرام وویل. «په پنل کې د ښاغلي رستمي په بلنې سره په دې غونډه کې زموږ موخه داده، هغه راپورونه چې یاد وزارت یې استوي او کومه څارنه چې موږ یې کوو، یاد وزارت مخکښ وزارت دی.»
آغلې مرام وویل، چې اطلاعاتوته د لاس رسي په موخه په دې وزارت کې سیسټم جوړ شوی دی، ددې وزارت وبپاڼه تر ټولو بډایه وبپاڼه ده او په مرکز کې د اطلاع رسونې پیاوړی مرکز او په دې وروستیو کې په ولایتونو کې یې هم د اطلاع رسونې مراجع ایجاد کړي دي.
اطلاعاتوته د لاس رسی د کمیسیون مرستیاله وویل: «زموږ ارزونې ښيي، چې [د اطلاع رسونې په چارو کې] د کرنې وزارت لومړی ځای لري او نورو نهادونو لپاره الګو دی.»
هغه دغه راز وویل، چې ددې نهاد د ویندوی او مطبوعاتي دفتر کړنې، د نورو نهادونو د ویندویانو او د مطبوعاتي دفترونو په منځ کې په غورو هغو کې شمېرل کیږي.
دغه راز د افغانستان د روڼتیا د څار سازمان مرستیال ناصر تیموري وویل، چې یوشمېر وزارتونه ښه سیسټومونه جوړ کړي دي، چې د هغو له ډلې یو هم د کرنې وزارت دی.
ښاغلي تیموري وویل: «کرنې وزارت له رسنیز او څېړنیزو بنسټونو سره ښه همکاري لري، موږ ددې وزارت سیسټومونه وکتل، یاد وزارت یو نمونه وزارت دی.»
دغه راز د کرنې وزارت ویاند او ستر مطبوعاتي سلاکار اکبر رستمي وویل، چې اطلاعاتوته لاس رسی روڼتیا رامنځته کوی او فساد سره د مبارزې او د ټولنیز عدات د چارو په چټکتیا کې مهم دی.

ښاغلی رستمي وویل: «موږ د محرمو اطلاعاتو په نوم څه نه لرو، تر دې دمه مو کابو ۲۷۰ معلوماتو غوښتونکو ته ځوابونه ویلي دي او هیڅ یوه غوښتنه مو بې ځوابه نه دی پرېښي.»
ښاغلی رستمي اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د پوهاوی د کموالي خبره هم وکړه او زیاته یې کړه: «معلوماتو ته د لاس رسی په برخه کې بشپړه پوهاوی شتون نه لري، موږ داسې مواردو سره هم مخ شوی یو چې یو محصل موږ ته د خپل مونو ګراف عنوان رالېږلی، باید دقانون په هکله معلومات ورکړل شي، په ځانګړې توګه زده کړیالانوته.»
رستمي زیاته کړه، چې کرنې وزارت د مخکیني اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې مخکښ دی، برېښنایي ارشیف او د ډیټابیس بانک یې ایجاد کړئ او د تدارکاتي، بشري سرچینو، مالي او ... د مهمو سندونو یوه برخه یې سیسټم ته پورته کړئ دی، دغه راز په بېلابېلو برخو کې ۱۴ معلوماتي سیسټومونه هم جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت ویاند وویل: «په مرکز او ولایتونو کې زموږ هلې ځلې دادي، چې هیڅ غوښتل شوی معلومات بې ځوابه پرېنږدو.»

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

بازگشت