د څړځایونو د سروې او پیژندنې روزنه په عملي بڼه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۴۷
د څړځایونو د سروې او پیژندنې روزنه په عملي بڼه ترسره شوه

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست، د ځمکو چارو ریاست او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د انسجام ریاست د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه د څړځایونو د سروې او پېژندنې دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام د کابل په باداباغ کې دائره شوه.
یاد پروګرام دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د ځنګلونو د تنظیم رییس محمد امان امانیار، د څړځایونو د تنظیم رییس سید خالد صاحبزاده او د یادو ادارو د کارکوونکو په حضور کې پیل شو.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې دڅړځایونو د پېژندنې څرنګوالی، په یوه کال کې د واښو د تولید کچه، د مالدارانو په ځانګړې توګه د کوچیانو د تګ راتګ سیمې او د سیمې د سروې په اړه د یادو ادارو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه.

آموزش سروی و تشخیص چراگاه‌ها  به‌شکل عملی برگزار شد
۱۵ جوزا ۱۴۰۳ هــ ش
 ورکشاپ دو روزه آموزش سروی و تشخیص علفچرها به گونه عملی در ساحه بادام باغ کابل به‌منظور ارتقای کارمندان ریاست عمومی منابع طبیعی و  ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت و  ریاست انسجام امور کوچی‌ها در ساحه بادام باغ کابل دایر گردید.
این برنامه با حضور مولوی عبدالاحد خلیل رییس عمومی منابع طبیعی، محمد امان امانیار رییس تنظیم جنگلات، سید خالد  صاحب‌زاده رییس  تنظیم علفچرهای وزارت زراعت و کارمندان ادارات ذکر شده راه اندازی شد.
 در این ورکشاپ آموزشی نحوه تشخیص علفچرها، میزان تولید علف در یک سال، ساحه عبور مالداران بخصوص کوچی‌ها و سروی ساحات برای کارمندان ادارات متذکره به گونه عمی آموزش داده شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت